د کرواسیا ولسمشر، زوران میلانووېچ ویلي، چې دې هېواد لپاره د ټاکل شوي نوي، صهیونیست سفیر باورلیک به ونه مني.
نوموړي ویلي، دا پرېکړه یې په غزه کې د روانې جګړې او د صهیونیستي رژیم د سیاستونو پر ضد کړې ده.
میلانووېچ ټینګار کړی، چې صهیونیست سفیر به هېڅکله د ده تائید ترلاسه نه کړي.


