د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر نن پنجشنبه په بلخ ولایت کې د ازبکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس او استازو سره کتلي.
اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې دې لیدنه کې ازبک مسوولینو ویلي، غواړي په نایباباد سټېشن کې د یو نیم کیلو متر په اوږدوالي د اوسپنې نوې کرښه او د دې کرښې په اوږدو کې د تخلیې او بارګیرۍ څو ګودامونه جوړ کړي.
په ورته مهال ښاغلي برادر د ازبک مسئولینو دا هڅه ستایلې او د ټولګټو وزارت مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، څو یې تخنیکي او ساختماني چارې په ګډه پرمخ یوسي.
تمه ده، د دې کرښې او ګدامونو په جوړېدو سره د حیرتان بندر ظرفیت زیات او سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته شي.


