الخابور د سوریې رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د راتلونکې جون میاشتې له ۱۵مې تر ۱۷مې پورې فرانسه کې د نړۍ ۷ صنعتي هېوادونو په غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون کوي.
سرچینې ویلي، په دغه ناسته کې به د دمشق پام تر ډېره پر دې وي چې څنګه ځان د نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو په یوه مهم سټراټیژیک مرکز بدل کړي.


