د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ماشومانو واکسین پروګرام څخه د ملاتړ په موخه یې د بېلابېل ډوله واکسینونو ۲۰ ټنه وچ اړین توکي افغانستان ته را استولي.
د یاد وزارت ویاند رندهیر جیسوال زیاته کړې، چې دغه مرسته د افغانستان د روغتیايي سکتور پیاوړتیا او د ماشومانو واکسیناسیون د ښهوالي په موخه شوې ده.
جیسوال ویلي، نوی ډیلي به له کابل سره روغتیا برخه کې همکاریو ته دوام ورکړي.


