د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد «شانشي» ایالت د سکرو په یوه کان کې چاودنه شوې، چې له کبله یې ۸۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
ویل شوي، چاودنه تېره ورځ (جمعه) ماښام مهال رامنځته شوې ده.
په لومړنیو راپورونو کې د دې چاودنې له امله د اتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و، خو وروسته چینايي چارواکو ویلي، چې د مړو شمېر ۸۲ تنو ته لوړ شوی دی.
چارواکو ویلي، چې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي، چې د موندلو لپاره یې د ژغورنې عملیات روان دي.


