سي اين اين راپور ورکړی، د سایبري امنیت څېړونکو څرګنده کړې چې ایراني هېکرانو د ايران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د روانې جګړې پر مهال، د امريکا د هوايي چلند ادارې انجنيران په نښه کړي و.
سرچينې ويلي، ايراني هېکرانو د یوې پیچلې جاسوسۍ شبکې په اډانه کې ځانونه د دندو ګومارونکي معرفي کړي او په نښه شوي ډول یې د هوايي چلند سکتور د سافټویر څانګې انجینران په نښه کړي دي.
څېړونکي وايي چې د هېکرانو دغه تګلاره د حساسو ډاټاګانو د غلا کولو او د یاد سکتور په تخنیکي سیستمونو کې د نفوذ په موخه کارول شوې ده.
دغه سایبري بریدونه د ایران او د هغه د سیمه ییزو او نړیوالو مخالفینو ترمنځ د روانو جیوپولیټیکي شخړو د یوې برخې په توګه ترسره شوي دي.


