اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا نیویارک ښار د کښتۍ جوړونې په یوه فابریکه کې چاودنه شوې.
د راپور له مخې، دې چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
ویل شوي، د ټپیانو په ډله کې تر لسو زیات اور وژونکي هم شامل دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
امریکایي چارواکو د چاودنې د لامل په اړه څه نهدي ویلي.


