د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې تائید شوې.
د معلوماتو له مخې، یاد مارکېټونه د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه جوړېږي.
همدا راز دې غونډه کې د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې هم د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو پر طرحې خبرې شوي.
ویل شوي، دغه طرحه اړونده ادارو ته راجع شوه؛ ترڅو یې مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونه وڅېړي او جزئیات یې د پانګونې له بین الوزارتي کمېټې سره شریک کړي.


