ایراني رسنیو د دغه هېواد د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه د قومندان علي عبداللهي له قوله راپور ورکړی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه به راتلونکې احتمالي جګړه کې د هوایي دفاع له نویو سېسټمونو کار واخلي.
عبداللهي د یاد سېسټمونو د څرنګوالي په اړه څه نهدي ویلي؛ خو ټینګار یې کړی، چې ایران به یې په مرسته تر پخوا له ځانه قوي دفاع وکړي.
نوموړي دغه راز د امریکایي چارواکو هغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګواکې په سمندري، هوايي او توغندیزو برخو کې د ایران پوځي ځواک له منځه تللی دی.
د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه قومندان ټینګار کړی، چې ایران خپل ټول پوځي ظرفیتونه ساتلي او د جګړې په ډګر کې یې ثابت کړي هم دي.


