د ایران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هوايي دفاع ځواکونو یې د ایران په هوایي حریم کې د امریکا یوه «MQ-9» پرمختللې بېپیلوټه الوتکه په نښه او نسکوره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران هوایي دفاع د امریکا یوه «RQ-4» بېپیلوټه الوتکه او یوه «F-35» جنګي الوتکه هم تعقیب او د ایران له هوایي حریم څخه وتلو ته اړ کړي دي.
سپاه پاسداران وړاندې خبرداری ورکړی، چې د امریکا له لوري د اوربند هر ډول نقض ته به پرېکنده ځواب ورکړي.
بلخوا د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ نن سه شنبه ویلي، چې په فارس خلیج کې یې د سپاه پاسدران جنګي کښتۍ او د توغندیو یو مرکز په نښه کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند لا هم پر ځای دی.


