د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزير شیخالحدیث نورمحمد ثاقب د مکې مکرمې په «ختامه مسک» نومې نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی.
سرچینې ویلي، چې نوموړي په دې غونډه کې د حج د مراسمو لپاره د چمتو شویو اسانتیاوو له امله د سعودي عربستان له حکومت او اړوندو ادارو مننه کړې ده.
ښاغلي ثاقب د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د حج له مسوولینو سره هم لیدنې کړې او د حج چارو اړوند یې ورسره خبرې اترې کړې دي.


