ایسنا اژانس د ايران ملي امنیت کمیسیون رئیس له قوله راپور ورکړی، چې روسیه او چین به له هرمز تنګي څخه د ځانګړي تګ راتګ له شرایطو برخمن شي.
نوموړي ويلي، دغو هېوادونو تل له ایران څخه ملاتړ کړی او همکاري یې ورسره کړې ده، له همدې امله به په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې او ټرانزیټ په تنظیمولو کې هغوی ته ځانګړې پاملرنه وشي.


