د ایران د سپاه پاسداران ځواک سياسي مرستيال يد الله جواني په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې ایران پر هرمز تنګي بشپړ واکمن شوی دی.
نوموړي ويلي، دا واکمني د بل چا پر حقونو تېری نه بلکې له ۵۰۰ کلونو وروسته د ایران خلکو مسلم حق دی.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې که دښمن بیا کومه تېروتنه وکړي، نو د ایران ځواب به ډېر کلک، غوڅ او د نه باور وړ وي.


