اسرائیل هیوم اسرائیلۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسرائیل استخباراتي ادارې «موساد» د ایران پر ضد د نفوذ او بېثباته کولو عملیاتو لپاره یوه محرمانه څانګه جوړه کړې ده.
سرچینې ويلي، دغه واحد په ۲۰۲۱ کال کې د موساد د مشرۍ د بدلون وروسته رامنځته شو او په پیل کې یې د ایران د لوړپوړو چارواکو پر ضد د ځانګړو عملیاتو تمرکز درلود؛ خو وروسته یې فعالیتونه پراخ شول او د ایران په اړه د موساد د پراخې ستراتیژۍ برخه وګرځېدل.
سرچینې وایي، چې د دې څانګې مسؤلان باور لري وروستي عملیات د اوږدمهاله پلان یوازې یوه برخه ده او د ایران پر وړاندې د دوی فعالیتونه لا هم دوام لري.
د دې واحد یوه پخواني مشر ویلي، چې د دوی هدف د ایران د حکومت د کمزوري کېدو بهیر ګړندی کول دي او په وینا یې اوسنی پړاو د فعالیتونو پیل بلل کېږي، نه پای.
همدا راز ویل شوي، چې دغه څانګه اوس په لا زیات شدت خپل فعالیتونه پر مخ وړي او هڅه کوي د سیاسي بدلون بهیر چټک کړي.


