چینا ډیلي China Daily(چنايي رسني) راپور ورکړی، چې د نویو معلوماتو له مخې، څو بهرنیو هېوادونو د امریکا د خزانې د سندونو (بانډونو) په برخه کې خپله سرمایه کمه کړې ده.
کارپوهان وايي دا کار ښايي د دغو هېوادونو د مرکزي بانکونو داسې هڅه وي چې غواړي د ایران پر ضد د امریکا او اسرائيلو د جګړې له امله د تېلو او انرژۍ د بیو د ناڅاپي ګرانۍ په وړاندې خپل اقتصاد وساتي.
د رسمي ارقامو له مخې، جاپان چې د امریکا د پردیو (بهرنیو) پورونو تر ټولو لوی خاوند دی، د دغه هېواد د خزانې په پاڼو کې خپله پانګه شاوخوا ۴۷ میلیارده ډالره کمه کړې او یو اعشاریه نولس (۱.۱۹) ټریلیون ډالرو ته یې راټیټه کړې ده.


