د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د دې رياست رييس مولوي احمدالله وثیق د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د هڅونې نړۍوال فورم په څنډه کې د روسیې د المپیک کمېټې او د ورزش له وزیر میخایل دیګتیاریوف سره کتلي دي.
سرچينې ويلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو او همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
همدارنګه دواړو لورو د تجربو د تبادلې، د ګډو روزنیزو پروګرامونو او د ورزشکارانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ګډ کار پر اهمیت ټینګار کړی دی.


