د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره کتلي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، دې کتنه کې د روغتیایي سېسټم اړوند د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ، د پولیو لابراتوار پر فعالیت، روغتیا برخه کې د نویو فعالیتونو پر څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر ویلي، په بشپړې ژمنتیا د هېواد روغتیايي سېسټم د پیاوړتیا لپاره کار کوي او هڅه کوي چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو هېوادوالو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.


