روسیه کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د سنپيټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون پر مهال د روسیې فدراسیون لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک، د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس سرګي کاتیرین او یو شمېر نورو روسي چارواکو سره کتلي.
روسیه کې د افغانستان سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، افغان سوداګرو لپاره د فرصتونو پر زیاتوالۍ او په سنپيټرزبورګ کې د مېشتو افغان زدهکړیالانو د ملاتړ په اړه هم بحثونه شوي دي.


