د ستري محکمې مرستیال ویاند، قاري منصور احمد حمزه وايي، د روان ۱۴۴۷ قمري کال په درېیمه ربعه کې د هېواد په محاکمو کې ۷۰ زره او ۳۷۶ قضیو ته رسېدنه شوې او ۳۷ زره ۹۹۵ وثیقې هم اجراء شوې دي.
ښاغلي حمزه زیاته کړې، چې په دغو قضیو کې ۶۷ زره او ۴۴۷ قضیې په ابتدائیه او مرافعه محکمو او دوه زره ۹۲۹ نورې د تمیز عالي ریاستونو په دېوانونو کې ارزول شوي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې په اړه پرېکړي شوې دي.
نوموړي ویلي، د هېواد ستره محکمه ژمنه ده، چې د شرعي احکامو او نافذه قوانینو پر بنسټ د هېوادوالو شرعي حقوق تضمین او عدالت پیاوړی کړي.


