د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او تمویل د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه.
د افغانستان بانک د خبر پاڼې له مخې، ښاغلي خالد ویلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د همغږۍ په پایله کې د ملي پروژو د تمویل میکانیزم نهايي شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې میکانیزم له مخې سوداګریزو بانکونو ته زمینه برابرېږي، ترڅو په مستقیم ډول د هېواد په پراختیایي او زیربنایي پروژو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال وړاندې د هېواد دننه د پانګونې پر اهمیت ټینګار سره ویلي، چې د بانکوالۍ سکتور ونډه کولای شي د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د پراختیایي پروژو د چټک تطبیق لپاره مهمه سرچینه وګرځي.


