د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی، چې د تاوتریخوالي د دوام په صورت کې به اسرائيل ښايي د ایران پر وړاندې یوازې پاتې شي.
د اسرائیلو د ۱۲م کانال د راپور له مخې، ټرمپ له نتنیاهو غوښتي وو چې په خپلو اقداماتو کې له احتیاطه کار واخلي او د ایران پر وړاندې له غچ اخیستونکو بریدونو ډډه وکړي.
راپور زیاتوي چې نتنیاهو تر وروستیو شېبو پورې پر ایران د برید پرېکړه له ټرمپ سره نه وه شریکه کړې او وروسته یې یوازې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په دې اړه معلومات ورکړي وو.
د راپور له مخې، د واشنګټن او تلابیب ترمنځ د ایران په اړه د چلند پر سر د نظر اختلاف موجود دی او ټرمپ ټینګار کړی چې نه غواړي روانه شخړه په پراخې جګړې بدله شي.


