نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ یوه اپاچي ډوله چورلکه د دوشنبې په ورځ د هرمز تنګي ته نږدې راغورځېدلې، خو رپوټونه وایي چې د عملې دوه واړه غړي یې په خوندي توګه ژغورل شوي دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې دغه اپاچي د ایران په ډزو ویشتل شوې، له تخنیکي عوارضو سره مخ شوې او که کومه بله ستونزه ورته پېښه شوې ده.


