د وال سټريټ ژورنال د یوه تحلیلي راپور له مخې، ایران د اسرائيلو پر وړاندې د وروستیو بالستیک توغندیزو بریدونو له لارې وښودله چې د پراخو پوځي فشارونو او هوايي بریدونو سربېره لا هم د پام وړ دفاعي او پوځي وړتیا لري.
راپور زیاتوي چې تهران هڅه کوي د سیمې په معادلو کې خپل اغېزمن حضور وساتي او خپلو سیالانو ته دا پیغام ورسوي چې د فشارونو پر وړاندې د ځواب ویلو توان لري.
د راپور له مخې، د ایران وروستي اقدامات د دې هېواد د مخنیوي ځواک (بازدارندګۍ) د سیاست یوه برخه بلل کېږي. شنونکي باور لري چې تهران د خپلو پوځي امکاناتو او سیمهییز نفوذ په کارولو سره هڅه کوي د اسرائيلو او امریکا پر پرېکړو اغېز وکړي او د خپلو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي.
وال سټریټ ژورنال لیکي، سره له دې چې ایران له اقتصادي ستونزو او ځینو امنیتي ننګونو سره مخ دی، خو بیا هم توانېدلی چې د سیمې په امنیتي او سیاسي معادلو کې مهم رول ولوبوي.
د راپور له مخې، د ایران مشرتابه د پخوا په پرتله فعاله تګلاره غوره کړې او هڅه کوي د هر ډول ګواښ پر وړاندې خپل دریځ په څرګند ډول وښيي.
راپور زیاتوي چې د ایران او اسرائيلو ترمنځ مستقیمې نښتې د پخوا په پرتله ډېرې څرګندې شوې دي، خو تهران په عین حال کې هڅه کوي د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندي کولو ترڅنګ د سیمې د سیاسي تحولاتو پر بهیر هم اغېز وساتي.
د شنونکو په باور، د وروستیو تحولاتو مهمه پایله دا ده چې ایران لا هم د منځني ختیځ په سیاسي او امنیتي معادلو کې یو اغېزمن لوبغاړی ګڼل کېږي او د سیمې راتلونکې معادلې به د دغه هېواد له رول پرته بشپړې نه وي.


