ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د فلیپین په سوېل کې د تېرې ورځې زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه، ۴۷۹ نور ټپیان او ۴ کسان ورک شوي دي.
ویل شوي، د زلزلې له امله سلګونه ودانۍ نړېدلې، برښنا او د اوبو رسونې سیستمونه ګډ وډ شوي او لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي.
چارواکو ویلي، د ژغورنې او مرستو چارې لا هم روانې دي


