د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغه هېواد پر سویلي سیمو د امریکا وروستي بریدونه غندلي دي. تهران د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول د فارس خلیج هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې خپله خاوره د ایران پر ضد د بریدونو لپاره و نه کاروي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، که امریکا او اسراییل د کوم هېواد له خاورې، هوايي حریم یا پوځي اډو څخه د ایران پر ضد کار واخلي، نو تهران به د هغو بریدونو سرچینې په نښه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نړۍوالو قوانینو له مخې هېڅ هېواد اجازه نه لري خپله خاوره یا پوځي تاسیسات د بل هېواد پر ضد د برید لپاره وکاروي.


