پولیټیکو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په کانګرس کې له جمهوري غوښتونکو غوښتي، چې سملاسي دې د ۳۵۰ میلیارد ډالرو پوځي بودجې طرحه تصویب کړي.
ټرمپ ټینګار کړی، چې دغه طرحه د ۱.۵ ټرېلیون ډالرو دفاعي بودیجې ترلاسه کولو یوه برخه ده او باید پرته له ځنډ او بدلون تصویب شي.
هغه ویلي، چې دغه پانګونه به د نوي دفاعي سیسټمونو پراختیا، د سمندري بېړیو پیاوړتیا، د وسلو زېرمو زیاتوالي او د امریکا د فضايي او ډرون وړتیاوو پراختیا لپاره وشي او دا به په راتلونکو کلونو کې د متحده ایالاتو د پوځي ځواک لپاره یو پرېکنده ګام وي.


