انادولو اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د هوايي ځواک څلور ترانسپورتي الوتکې د پنجشنبې په ورځ اروپا ته استول شوې دي، چې د امریکا د مرستیال ولسمشر د احتمالي سفر لپاره تجهیزات انتقال کړي.
ویل کېږي چې دا تجهیزات د جي ډی وینس د هغه احتمالي سفر لپاره لېږدول کېږي، چې ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې په جینیوا کې ګډون وکړي.
همداراز د راپورونو له مخې، پنځه نورې ورته الوتکې هم اروپا ته استول شوي چې د امریکا د ولسمشر د دفتر، د سپینې ماڼۍ د پوځي څانګې او د ځانګړي امنیتي خدماتو تجهیزات انتقال کړي دي.


