د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ په «ژوره» سیمه کې ۱۶ میله توپنچې او ۱۵۰۰ فیره د یادې وسلې مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، یادې وسلې او مهمات له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدلې چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شوې.
سرچینه زیاتوي، چې د دغو وسلو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د د نیولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي.


