په چین کې د افغانستان سفیر، مولوي بلال کریمي د چین-جنوبي اسیا لسم نندارتون څنډه کې له افغان سوداګرو سره کتلي.
چین کې د افغانستان سفارت ویلي، ښاغلي کريمي د افغان سوداګرو د فعال حضور ستاینه کړې او د سفارت له اړخه يې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي دغه راز د سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر دوامداره هڅو هم ټینګار کړی دی.
په ورته مهال افغان سوداګرو د سفارت له همکاریو مننه کړې او د کابل-بیجنګ ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو د لاپیاوړتیا هيله څرګنده کړې ده.


