د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «تروټ سوشال» لیکلي، چې تمه کېږي په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه یوه هوکړه د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي.
نوموړي زیاته کړې، چې له هوکړې وروسته به د هرمز تنګی د ټولو هېوادونو پر مخ پرانیستل شي.
خو د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې احتمالي هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک نه شي، چې دا دریځ د ټرمپ له څرګندونو سره په ټکر کې دی.


