د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د وینې د ورکړې په اړه د عامه پوهاوي په غونډه کې ویلي، چې افغانستان دا مهال د وینې د زېرمه کولو په برخه کې د ځان بسیاینې پړاو ته نږدې شوی.
هغه زیاته کړې، چې یاد وزارت په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۲۲۷ زره یونټ وینه راټوله کړې چې له هغې څخه ۲۱۰ زره یونټه ناروغانو ته وېشل شوې ده.
غونډې ته د عامې روغتیا وزارت مسئولینو دا هم ویلي، چې دا مهال هېواد کې ۸۵ سلنه وینه په داوطلبانه ډول راټولېږي.
د دوی په خبره، د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د وینې مرکزي بانک او د ولایتونو د وینې بانکونو کې د ۶۹۹ زره او ۳۰۴ کسانو د وینې ګروپونه هم تثبیت شوي دي.


