د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، شیخ نورمحمد ثاقب په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر توفیق بن فوزان الربیعه سره کتلي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، کتنه کې د حج چارو پر لا ښه تنظیم، د راتلونکي کال حج مراسمو پر چمتووالي، افغانستان لپاره د حج سهمیې پر زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، ښاغلي ثاقب ویلي، چې هر کال څه باندې ۱۰۰ زره افغانان د حج فریضې اداء کولو په موخه نوملیکنه کوي او دې شمېر ته په کتو یې باید حج سهم زیات شي.


