د امریکا فدرالي پولیسو (اېفبيآی) ادعا کړې چې د دغه هېواد پر ولسمشرۍ ماڼۍ یې د یوه پراخ او پېچلي برید طرحه کشف او له عملي کېدو مخکې شنډه کړې ده.
د اېفبيآی په وینا، ټاکل شوې وه، چې دغه برید د ډونالډ ټرمپ د زوکړې د مراسمو پر مهال سپینه ماڼۍ کې د د یوې ورزشي غونډې پرمهال ترسره شي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، بریدګرو دې برید کې د کوچنیو ډرونونو، نښانویشتونکو د کارولو پلان هم درلود.
اېفبيای د جزئیاتو له ورکولو پرته ادعا کړې، چې مشکوک بریدګر یې پېژندلي دي.


