د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال، عبدالمنان حسان نن (سه شنبه) په کابل کې د قزاقستان له سفیر او د یاد هېواد د امنیتي ادارو له استازو سره کتلي.
د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند، عابدالله فاروقي وایي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د نوموړي په وینا، دواړو لوریو د متقابلو همکاریو د پیاوړتیا او د امنیتي اړیکو پر لا پراختیا خوښي څرګنده کړې او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.


