د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، چې تر دې وروسته د افغانستان خلاف لاس موټرو ته په هیڅ ډول پلېټ نه ورکول کیږي.
ښاغلي قانع زیاته کړې، چې تر دې مخکې هم چې کومو خلاف لاس موټرو ته په کابل کې د ګرځېدو اجازه ورکړ شوې، هغوی به هم له کابله وباسي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د اشترینګ د بدلولو په اړه هم د څو ارګانونو ترمنځ خبرې روانې دي خو په اړه یې لا وروستۍ پرېکړه نهده شوې.


