د ازبکستان ولسمشر، شوکت میر ضیایف ویلي، هېواد یې په جدي ډول پر ټرانس-افغان کوریډور کار کوي.
د راپورونو له مخې، هغه دغه څرکندونې د تاشکند پانګونې پنځم نړۍوال فورم پرانیستغونډه کې کړې دي.
میرضیایف ویلي، چې ټرانسافغان پروژه کولی شي د اسیا او اروپا ترمنځ پراخه ټرانسپورتي شبکه رامنځته کړي او د سیمې په نښلولو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې ده، چې د تاشکند پانګونې پنځم نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه افغان پلاوي هم ازبکستان ته سفر کړی دی.


