Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د شبرغان-دشت‌الوان د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي
    افغانستان

    د شبرغان-دشت‌الوان د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

    عمران آغاعمران آغا17 جون 2026څرگندونې نشته1 دقیقه لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د افغان انویسټ خصوصي شرکت مسئولینو ویلي، د شبرغان-دشت‌الوان د ۵۰۰ کیلوولټ د برښنا لین غځولو او د دشت‌الوان د سب‌سټېشن د پراختیا چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

    دوی دغه څرګندونې نن (چهارشنبه) د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره کتنه کې کړي او ویلي یې دي، چې یاده پروژه به په راتلونکو څلورو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

    د افغان انویسټ خصوصي شرکت مسئولینو زیاته کړې، چې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د دویم بلاک په اکتشافي چارو کې هم پرمختګ شوی او ژمن دي، چې پاتې چارې به یې د افغان او بهرنیو متخصصینو پرمټ په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

    په ورته مهال ښاغلي برادر د دغه شرکت هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې د یاد کان د اکتشاف ترڅنګ د سل سلنه پروسس لپاره د فابریکې پر جوړولو او ورته د اړتیا وړ برښنا برابرولو چارې هم پيل کړي.

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز یاد شرکت ته له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

    مخکینۍ مقالهټرمپ د لبنان په اړه د اسرائیلو پر پوځي تګلارو سختې نیوکې کړي
    راتلونکي مقاله بلخ کې امنیتي ځواکونو ته ۶۵ عرادې نوي او مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول

    مربوطه لیکنې

    اسلام‌کلا بندر کې د ۵۳۵ ټنو غیرمعیاري وارداتي توکو مخه نیول شوې

    1 اگست 2026

    د زابل شملزو ولسوالۍ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت عمومي روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې

    1 اگست 2026

    کابل کې د ایران د سفارت مرستیال، سيد حسن مرتضوي: د اسلامي امارت له مخالفو ډلو هېڅ ملاتړ نه کوو او د هغوی فعاليتونو ته د مقاومت نوم نه ورکوو

    31 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 2 اگست 2026

    د جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال، هارون رحمن شیرزاد: مبارزه یواځې په شعارونو، ویډیوګانو او احساساتي اعلامیو نه پیلېږي، بلکې ولسي ملاتړ او مشروعيت غواړي، چې مخالفې جبهې یې نه لري

    د جمهوریت پر مهال د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال هارون رحمن شیرزاد ویلي، هغه…

    د پاکستان له خاورې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د مخالفو جبهو د هڅو پایله

    2 اگست 2026

    امريکا په منځني ختيځ کې مېشتو امريکايي وګړو ته له دې هېوادونو د وتلو جدي سپارښتنه کړې

    2 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال، هارون رحمن شیرزاد: مبارزه یواځې په شعارونو، ویډیوګانو او احساساتي اعلامیو نه پیلېږي، بلکې ولسي ملاتړ او مشروعيت غواړي، چې مخالفې جبهې یې نه لري

    2 اگست 2026

    د پاکستان له خاورې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د مخالفو جبهو د هڅو پایله

    2 اگست 2026

    امريکا په منځني ختيځ کې مېشتو امريکايي وګړو ته له دې هېوادونو د وتلو جدي سپارښتنه کړې

    2 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،118 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،235 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.