د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند، سيد طيب حماد وایي، د دغه ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ ځواکونو یو تن له یو میل پیکا، یو میل راکټ، درې میله کلاشینکوفونو او یو میل اېم-۱۶ سره نیولی دی.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو له یاد کس څخه ۱۴ د کلاشینکوف او ۴ د اېم-۱۶ شاجورونه هم ترلاسه کړي دي.
د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس وسلې او مهمات له بغلان ولایت څخه په یوه موټر کې انتقال کړې و، چې د امنیتي پولیسو له لوري کشف او د قاچاق مخه یې ونیول شوه.
د ښاغلي حماد په خبره، نیول شوی کس به له بشپړو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


