د هېواد دفاع وزارت وایي، د ستر درستیز په توپچي ریاست کې د زیو «ZU23» او شلکا له مسلکي زده کړو څخه ۳۰ ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د دغه ریاست رئیس ملا رحمت الله ناظم په همدې مناسب جوړو شویو مراسمو کې له فارغ شويو ځوانانو غوښتي چې خپلو مسئوليتونو ته پاملرنه وکړي او له اسلامي نظام او خاورې په پوره مېړانه او صداقت دفاع وکړي.
له بل لوري فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړی، چې ورسپارل شوي مسئولیتونه به په غوره ډول ترسره کوي.


