المرصاد د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ اړوند د باړې په قمبرخېلو سیمه کې د داعش یو مهم او پټ مرکز د بېپیلوټه الوتکو په دقیق برید کې ویجاړ شوی او په مرکز کې موجود ګڼ شمېر داعشیان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، برید تېره شپه ترسره شوی او هغه مرکز یې په نښه کړی چې د جلب او جذب، روزنې او د تخریبي فعالیتونو د تنظیم لپاره کارېده. المرصاد ته سرچینو ویلي، یاد مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی او په کې موجودو داعشیانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
که څه هم تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر نه دی څرګند شوی، خو د المرصاد سرچینې تاییدوي چې هدف په دقیق ډول په نښه شوی او د داعش مهم پټنځای له منځه وړل شوی دی.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، داعش له دغه مرکزه په سیمه او شاوخوا سیمو کې د خپلو فعالیتونو د پراختیا، د کسانو د جذب او د بریدونو د پلان جوړونې چارې پر مخ وړلې.
المرصاد زیاتوي، دا لومړی ځل نه دی چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د داعش مرکزونه په نښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د خېبر په جبار مېله او د باړې په شنکو سیمو کې د دوی مهم مرکزونه د ورته بریدونو هدف ګرځېدلي وو.


