د هېواد بهرنیو چارو وزارت، قطر کې د ګازو د پروسس په یوه کارخونه کې د شوې چاودنې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د یاد وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې د قطر له حکومت، ولس او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب شریک کړي دي.
ښاغلي بلخي ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او قربانیانو ته یې د «مغفرت او رحمت» غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د قطر د راسلفان صنعتي سیمه کې د ګازو د پروسس په یوه فابریکه کې چاودنه وشوه، چې له امله یې ۱۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.


