د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران به د خپلو ازادو شویو مالي سرچینو په کارولو سره له امریکایي بزګرو څخه خوراکي توکي وپېري.
نوموړي ګواښ کړی، که دغه هېواد د شوې هوکړې پر ژمنو عمل ونهکړي، نو امریکا به لازم اقدامات ترسره کړي.
له بل لوري د ایران مرکزي بانک د ټرمپ څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې د هوکړې له مخې ایران مکلف نه دی چې له امریکا توکي وپېري.


