د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ه.ش کال په لومړیو درېیو میاشتو (وری، غویی او غبرګولي) کې ۳۸۱ زره او ۲۰۹ کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
د یادې ادارې په وینا، له دې شمېرې ۲۷۹ زره او ۱۳۳ یې نارینه او ۱۰۲ زره او ۷۶ یې ښځینهوو ته وېشل شوي دي.
په یاده موده کې تر ټولو زیاتې الکترونکي تذکرې په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې وېشل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل تر اوسه ۱۷ میلیونه او نږدې ۸۷۰ زره هېودوالو ته دغه تذکرې وېشل شوې دي.


