د ایران دولتي خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله د پاکستان پوځي رژیم د لومړي وزیر، شهباز شریف هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګواکې د ایران او امریکا ترمنځ د راتلونکو خبرو په اجنډا کې د ایران بالستیک توغندیو موضوع هم شامله ده.
سرچینې زیاته زیاته کړې، چې شهباز شریف د هوکړې له متن خبر نهدی او دغه څرګندونې یې له ځانه مطرح کړې دي.
د ایران دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د ایران مرکچي پلاوي ټینګار کړی، چې د توغندیو موضوع په هیڅ ډول د تهران او واشنګټن د خبرو اترو په اجنډا کې نه ده شامله.
یاد اژانس د خپل خبریال له قوله زیاته کړې، چې پاکستان اوس مهال د دغو مذاکراتو په منځګړیتوب کې رول نه لري او د شهباز شریف وروستۍ څرګندونې تر ډېره د اسلاماباد د منځګړي رول د برجسته کولو لپاره مطرح شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې د منځګړیتوب تر ټولو اغېزمن رول قطر لوبوي.


