د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې بروکسل ته د افغان پلاوي اوسنی سفر د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
نوموړي چې د دغه پلاوي غړیتوب هم لري، ویلي دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت یو رسمي پلاوی بروکسل ته سفر کوي.
ښاغلي جلالي هیله څرګنده کړې، چې دغه سفر به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د دوامدارو او عملي اړیکو د پراختیا لامل شي.
د هغه په وینا، دا سفر به په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د لا غوره قونسلي او نورو اړوندو خدمتونو لپاره هم زمینه برابره کړي.


