د روسیې د امنیت شورا منشي، سرګي شویګو په خپلو تازه څرګندونو کې د نشهیي توکو پر وړاندې د افغان حکومت پرېکنده مبارزه ستایلې ده.
هغه ویلي، افغان چارواکو د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او د مخدره موادو د تولید او قاچاق د کمولو لپاره یې اغېزمن اقدامات ترسره کړي دي.
سرګي شویګو زیاته کړې، چې افغان چارواکو د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی پروګرام درلود، چې له مخې یې په افغانستان کې د نشهيي توکو تولید او قاچاق شاوخوا ۹۰ سلنه راکم شوی دی.
د روسیې امنیت شورا منشي ټینګار کړی، چې نشهیي توکو پر وړاندې ترسره شوي اقدامات د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهم ارزښت لري.


