نیوزویک رسنۍ راپور ورکړی، چې چین او روسیه د پسیفیک (آرام سمندر) په سیمه کې د واک د توازن بدلولو په موخه خپلې سمندري اړیکې لا پسې پیاوړې کوي.
سرچینې ویلي، د دغو هڅو په لړ کې د چین د جنګي بېړیو یو ځانګړی ټولی روسیې ته رسېدلی، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډو سمندري تمریناتو کې ګډون وکړي.
دا همکاري په ځانګړي ډول د امریکا او د هغې د متحدینو د نفوذ د کابو کولو او په سیمه کې د نوې جیوپولیټیکې دایرې د رامنځته کولو لپاره د مسکو او بیجینګ د ستراتیژیک مشارکت کچه ښیي.


