په مالیزیا کې د افغان سفارت سرپرست، نقیبالله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار داتو احمد اعظم سره کتلي.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.


