د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو ادارې ویلي، په افغانستان کې یې پروګرامونه د روږديتوب د مخنیوي، درملنې، پاملرنې او د روږدو کسانو د بیا رغونې پر چارو متمرکز دي.
دې ادارې ډاډ ورکړی، چې د ملګرو ملتونو ادارې د نشهيي توکو د ستونزو او نويو ګواښونو پر وړاندې د افغانستان تر څنک ولاړ دی.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو ادارې ویلي، د هغو بنسټونو د دوامدار معیشت ملاتړ کوي چې د کوکنارو د کښت له پرېښودو وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
یادې ادارې کروندګرو لپاره د بدیلو معیشتیت پروګرامونو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.


