د بریټانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې پخواني مشر، توبیاس الوود له افغان حکومت سره د بريټانیا د تعامل غوښتنه کړې ده.
هغه خبرداری ورکړی، چې له کابل سره پرېکون، به سیمه کې یوازې د داعش په څېر ډلو ته ګټه ورسوي.
الوود دغه راز غرب کې د دېره فعالانو هغو شعارونو ته هم غبرګون ښودلی، چې افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه پورته کېږي. هغه ویلي، دغه «چغې» او غبرګونونه بېاغېزې دي.
د ټېلېګراف د راپور له مخې، یاد بریټانوي سیاست وال درې کاله مخکې هم ویلي وو، چې افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې تر پخوا په ښه وضعیت کې قرار لري.


